بلخ کې ۱۰۰ جريبه غصب شوې ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۱:۲۲
بلخ

دا ټوټه ځمکه د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ په خواجه کلداري ولسوالۍ کې له څو کلونو راهيسې د ځايي زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه چې اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د مناسبې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بلخ ولايت کې د ۱۸۰ زره غصب شوې ځمکې له ډلې ۸۰ زره استرداد کړې او د نورې ځمکې د خلاصون لپاره يې هم هڅې پيل کړي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې د غاصبينو پر وړاندې د مبارزې په لړ کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او ورسره جوخت يې ۱۸۸۲۳ غاصبين په ګوته کړي چې له ډلې يې ۱۵۸۲۳ تنه د جمهوري رياست عالي مقام او عدليي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 6 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردک ولایت په توسعوي ښارګوټي کې د پلان خلاف کارونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د تخنیکي ټیم له لوري د میدان وردګ ولایت په توسعوي ښارګوټي کې د ښاري پلان خلاف د کارونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۵۶
Background image

په ارزګان کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ترینکوټ ښار له ټولو ناحیو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۲/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، په ارزګان ولایت کې د دې ریاست اړوند ټيم لخوا د ښاري سرغړونو مخنیوی وشو.

د ارزګان ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د کابل سروبي ولسوالۍ د پراختیایي پلان څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۲/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د یاد ریاست له تخنیکي او مسلکي ټیم سره یو ځای، د سروبي ولسوالۍ د پراختیایي پلان. . .

BACK TO NEWS