بلخ کې د ذبيح الله شهيد ښوونځي ودانۍ به ډېر ژر ګټې اخېستنې ته وسپارل شي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۹:۴۵
بلخ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بلخ ولايت په مارمول ولسوالۍ کې د ذبيح‌الله شهيد ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې کړي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د ښوونځي دا ودانۍ په ۲۳ ميليونه ۶۰۰ زره افغانيو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه او دولتي ساختمانونو د برنامې له لارې په معياري ډول رغول کيږي. 

د دې ښوونځي په رغولو سره به په سیمه کې د زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره مناسب او ارام ښوونيز چاپېريال برابر شي او نورې کورنۍ به هم وهڅيږي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت