بدخشان ولایت کې  ۱۴زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۷:۱۸
 بدخشان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، بدخشان ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۲قطعو کې ،  ۱۴  زره او ۳۴۱ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۳  زره او ۹۹۳  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې،  ۵ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې په خیرخانه کې د ودانیو د تراکم او ځمکې د پوښښ کچه وڅېړل شوه

۱۴۴۸/۵/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيمونود خپلو دوامداره څارنو په لړ کې، د کابل ښار د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۰
Background image

په میدان وردګ کې د مهاجرینو د ابدرې ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو د ابدرې ښارګوټي د ځمکې توپوګرافیکه سروې بشپړه کړه.

یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۴۵
Background image

په لوګر کې د کور او ښار جوړولو وزارت د استوګنیزو بلاکونو د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت د مرکز اړوند د آبچکان کلي په سیمه کې د وزارت د لوړپوړیزو استوګنیزو بلاکونو د ځمکې توپوګرافیکه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت