بلخ کې څه باندې ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۱۲:۴۵
بلخ

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په شمال بلخ ولایت کې د غصب پر وړاندې د مبارزې په لړ کې په تازه توګه په دوو پړاوونو کې څه باندې ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد کړه. د دغې اندازې ځمکې په لومړي پړاو کې د حیرتانو په دوه لاري کې څه باندې ۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد او پرې جوړ شوي ملکیتونه هم وران شول.

پر دې سربېره د مزار شریف ښار ته نږدې په دشت شور سیمه کې هم څه باندې ۱۵ زره جریبه غصب شوې ځمکې له ډلې څخه څه باندې ۷۰ سلنه هغه استرداد شوي دي او پاتې ۳۰ سلنه هغه باندې چې ښارګوټي جوړ شوي دي، ډېر ژر استرداد کیږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همدا رنګه د دغې اندازې دولتي ځمکې د غصب په تړاو په لسګونه تنه غاصبین هم پېژندلي دي او ډېر ژر به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته د پوښتنو او ګروېږنو لپاره ور وپېژني.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بلخ ولایت کې له ۱۸۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې څخه څه باندې ۸۰ زره جریبه هغه یې استرداد کړې او جدي ژمنه لري چې پاتې نوره هم استرداد کړي.

د یادونې ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه پورې په ټول هېواد کې څه باندې ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې پر استرداد سربېره، ۱۸۸۲۳ غاصبین یې پېژندلي او له ډلې ۱۵۸۲۳ تنه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۳:۵۰
Background image

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د اطلاعاتو او کلتړر ریاست دمسجد شریف له ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې لپاره د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، په پنجشیر ولایت کې د جهادي مدرسې د جوړېدو لپاره د ټاکل شوې ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۷
Background image

د شنې فضا برابرولو پر لور پراخ ګام؛ په الشیخ ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول شول

۱۴۴۷/۱۱/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم ریاست، د شنې فضاء رامنځته کولو او چاپېریال ښکلا په موخه، په «الشیخ» ښارګوټي کې زرګونه زینتي نیالګي کېنول.

د نوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت