د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کلیو د بیا رغونې او پراختیا له وزیر سره په خپل کار ځای کې وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۱:۲
کوچیان

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر محترم مجیب الرحمان کریمي سره په خپل کار ځای کې ولیدل او د کوچیانو ژوند ښه‌والي په تړاو پر یو لړ پروګرامونو خبرې اترې وکړې.

د دغې کتنې په پیل کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر محترم مجیب الرحمان کریمي یاده کړه چې دغه وزارت د ولسي تړون برنامې له لارې په ټول افغانستان کې په ټولیزه توګه د کوچیانو ۹۰۵ شوراګانې جوړې کړي او یاد وزارت خپلې مرستې د دوی د اړتیاو په نظر کې نیولو سره د دغه شورا ګانو له لارې ترسره کوي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر یاده کړه چې کوچیان د وروستیو بدلونونو په پایله کې په درې ډوله ګرځنده، نیمایي ګرځنده او مېشت وېشل شوي او دغه وزارت د ټولو هغو پروفایلونه جوړ کړي دي.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار وویل، کوچیان د افغانستان تابعیت لرونکي په توګه د سرپناه لرلو حق لري، خو د سرپناه جوړولو په ګډون ټول نور خدمتونو باید د یو واضح هوکړه‌لیک (تفاهمنامه) له لارې تنظیم شي.

محترم محمد جواد پیکار وویل، دغه درې اړخیز هوکړه‌لیک به د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت او د کوچیانو د چارو انسجام عمومي ریاست ترمنځ لاسلیک شي. د نوموړي په وینا، د دغه هوکړه‌لیک په رڼا کې به د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کوچیانو مېنو د پلانګذارۍ، د مالکیت حق د تثبیت او رسمي کولو چارې پر مخ یوسې او ورسره د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت به بشردوستانه مرستې کوچیانو ته ترسره کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په پای کې د هوکړه‌لیک چمتو کولو په پار د یوې تخنیکې ډلې د جوړولو لارښوونه وکړه او ترڅنګ یې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت څخه وغوښتل چې د ټولو کوچیانو پروفایلونه دې دغه وزارت ته وسپاري، څو خپل ټول فعالیتونو او د اړتیا وړ کړنې د همغه پراساس تنظیم کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۱:۱۲
Background image

په میمنه ښار کې د ښاروالۍ د الحاقیې ودانۍ د اعمار له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس، د دې ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای د میمنه ښار د ښاروالۍ ریاست د الحاقیې ودانۍ د اعمار له روانو چارو څخه ساحوي نظارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت