په اتو ښارونو کې څه باندې ۷۵۰ زره غیررسمي کورونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۱:۲۷
خانه های غیر رسمی

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیررسمي ښاري سیمو ثبت بروګرام له لارې تر دې دمه په کابل، هرات، مزار شریف، جلال آباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې ټول‌ټال ۷۵۴ زره او ۲۳۳ غیررسمي کورونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر غیررسمي کورونو څخه ۴۷۴۹۷۲ کورونه په کابل، ۸۱۴۴۲ کورونه په مزار شریف، ۷۲۷۴۳ کورونه په هرات، ۵۱۸۱۸ کورونه په کندهار، ۲۴۳۸۴ کورونه په جلال آباد، ۱۲۳۹۲ کورونه په بامیان، ۱۲۰۱۴ کورونه په فراه او ۷۱۳۸ کورونه هم د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې پراته دي.

د ښار جوړولو او ځمکو همدا رنګه څه موده وړاندې د غیررسمي ښاري سیمو پوښښ ساحه پراخه کړه چې په پایله کې ۳۷۷۲  کورونه د کابل ولایت په میربچه کوټ، ۲۶۱۷ د بلخ ولایت په بلخ، ۴۶۷۰ د کندهار ولایت په سپین بولدک او ۶۷۲۱ کورونه هم د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې سروې او ثبت شول.

په غیررسمي سیمو کې د پرتو کورونو سروې او ثبت، د ملکیت سندونو ورکړه، د رسمي او غیررسمي سیمو ترمنځ د توپير له منځه وړل، د برابرو خدمتونو ورکړه او د بهسازۍ برنامې له لارې د دغو سیمو بیا رغونه او په غوره سیمو د هغو بدلول، د غیررسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام اصلي موخې جوړوي.

د غیررسمي ښاري سیمو کورونو سروې او ثبت سره هم مهاله، د ملکیت سندونو وېش لړۍ هم پیل او تر دې دمه په کابل، هرات، جلال آباد، بامیان او نیلي ښارونو کې ۲۰ زره د ملکیت سندونه وېشل شوي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ۲۰۲۰ کال تر پایه په یادو اتو ښارونو کې څه ۵۰۰ زره د ملکیت سندونه وېشي چې ورسره درې میلېونه هېوادوال له ګټو یې برخمن کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۶
Background image

د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د سرغړونو وضعیت وارزول شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې په موخه نظارتي څارنه ترسره شوه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت