فراه ولايت کې د ښځو لپاره د يو ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۹:۶
فراه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د فراه ولايت د پشت کوه ولسوالۍ په مطبخ قريه کې د ښځينه‌و اته صنفي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې.

دا ښوونځی په ۶۰۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول په ۱۷ ميلیونه ۹۰۰ زره افغانۍ جوړيږي چې لګښت يې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي.

ټاکل شوې ښار جوړولو او ځمکو وزارت د روان لمريز کال په لړ کې شاوخوا ۱۰۰ ښوونځي د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په وسيله جوړ کړي، څو په هېواد کې د ښوونيزو پروګرامونو د تطبيق لپاره زمينه برابره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د ساختماني او استوګنیزو نقشو د وېزې تخنیکي کمېسیون لومړنۍ غونډه ترسره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د ساختماني او استوګنیزو نقشو د وېزې تخنیکي کمېسیون خپله لومړنۍ غونډه د کور جوړولووزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائزپه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۵۲
Background image

په بغلان کې د امیر المؤمنین حفظه الله په هدایت د مسافرو لپاره جامع مسجد پرانیستل شو

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د اسلامي امارت د امیر المؤمنین حفظه الله په هدایت، د شمال پر عمومي لویه لاره، د بغلان ولایت د کیله‌ ګۍ په سیمه کې د مسافرو لپاره یو نوی جامع مسجد پرانیستل شو.

د بغلان ولایت. . .

BACK TO NEWS