د ارزګان پوهنتون د ودانۍ د رغنیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۰۵/۳۰
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د یاد ولایت د پوهنتون د ودانۍ له رغنیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د پوهنتون د ودانۍ د پخوانۍ رنګمالۍ د پاکولو چارې پیل شوې وې، څو د نوې رنګمالۍ لپاره مناسبه زمینه برابره شي. د یادو کارونو بهیر تر دې مهاله په منظم ډول روان و.
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ترمیمي چارو د کیفیت او د کاري بهیر د منظم تطبیق په موخه، د پروژې له چارو څخه څارنه ترسره کړه.
