په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ د موقعیت او ښاري پلان د مطابقت ارزونه وشوه
۱۴۴۸/۵/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د بغلان ولایت ریاست د ښاري سرغړونو د څارنې ټیم د پلخمري ښار اړوند، د دویمې ناحیې په ساحه کې د یوې استوګنیزې ودانۍ موقعیت له نږدې وڅېړه.
د ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې یاده ساحه د پلخمري ښار په عمومي پلان کې شامله ده او په ۸ شمېره نقشه کې د ډاکټرانو د خونې په نوم مشخصه شوې ده؛ خو د سیمې د پلان تعدیل تر اوسه نه دی ترسره شوی.
همدارنګه، په ساحه کې د سیند د ډبرو د فرش چارې روانې وې او د ښوونځیو د جوړولو کارونه هم تر کار لاندې وو.
د دې ارزونې موخه د ودانیزو چارو د ښاري پلانونو له اصولو سره د مطابقت معلومول او د ښار د منظمې پراختیا په برخه کې د نافذه مقرراتو رعایت دی.
