د کابل ښار د ماسټر پلان او لویو زیربنايي پروژو په اړه د افغانستان او ازبکستان د پلاوو تر منځ په کور او ښار جوړولو وزارت کې خبرې وشوې
۱۴۴۸/۵/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح، د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو سره یوځای، د ازبکستان د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند دولتي انسټېټیوټ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې، د کابل ښار د ماسټر پلان، د استوګنیزو او سوداګریزو سیمو د پراختیا، ښارګوټو جوړولو، ریل پټلۍ او نورو لویو ساختماني پروژو په اړه خبرې او تخنیکي طرحې شریکې شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ښو اړیکو یادونه وکړه او په افغانستان کې یې د پانګونې لپاره اوسنی فرصت مهم وباله.
نوموړي د امنیت د ټینګښت یادونه وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو ته ژمن دی.
ښاغلي معین د خپلو خبرو په دوام وویل، د تېرو جګړو له امله د افغانستان زیربناوو ته درانه زیانونه اوښتي دي او اوس د هېواد د بیارغونې او پرمختګ لپاره د پانګونې او رغنیزو پروژو د پلي کېدو فرصت برابر شوی دی.
په دې کتنه کې، د ازبکستان د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند دولتي انسټېټیوټ رئیس د خپل بنسټ د فعالیتونو او تجربو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، دغه بنسټ د هوايي ډګرونو، ریل پټلیو، ښارګوټو او نورو لویو ساختماني پروژو په برخه کې پراخه کاري تجربه لري او چمتو دي، چې له خپلو تجربو څخه په افغانستان کې هم ګټه پورته کړي.
له ازبکستان راغلي پلاوي، له ځان سره راوړې یوه طرحه هم وړاندې کړه او په کابل او بلخ ولایتونو کې یې د ځینو سیمو د استوګنیزو او سوداګریزو پراختیايي طرحو په اړه معلومات شریک کړل.
د غونډې په بله برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند افغان انجنیرانو د خپلو تخنیکي اسانتیاوو، کاري ظرفیتونو او اړوندو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل، څو د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي تجربو او معلوماتو د تبادلې لپاره زمینه پیاوړې شي.
