د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
غزني

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵ جریبه ځمکه ترتیب شوی دی.

د یاد تفصیلي پلان د چمتو کولو چارې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي کارکوونکو له لوري، د تخنیکي سروې له ترسره کېدو وروسته، د کډوالو او بې‌ ځایه شویو هېوادوالو لپاره د مناسب او معیاري استوګنځي د برابرولو په موخه ترسره شوې دي.

په دغه پلان کې د ښار جوړونې اصول، معیارونه او ضوابط په پام کې نیول شوي او د سیمې د اوسېدونکو د اړتیاوو له مخې د ترانسپورتي خدمتونو، شنو ساحو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، سوداګریزو او مذهبي ځایونو، فرهنګي مرکزونو، عامه فضاوو، بنسټیزو تأسیساتو او نورو اړینو خدماتي برخو لپاره ساحې ځانګړې شوې دي.

د پلان له لاسلیک او منظورۍ وروسته به یې د تطبیق چارې د اړوندو ادارو له لارې پر مخ یووړل شي.

د دغه پلان په تطبیق سره به کډوالو او بې‌ ځایه شویو هېوادوالو ته د خوندي او معیاري استوګنې د زمینې برابرولو ترڅنګ، د سیمې د منظمې پراختیا او د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو د ودې لپاره هم فرصتونه برابر شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معیاري ښاري پلانونو د ترتیب او تطبیق له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د متوازن ښاري پرمختګ، د اړمنو هېوادوالو د استوګنې د ستونزو د حل او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲
Background image

په دولسمه ناحیه کې د ملکیتونو او ساختماني اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند له لومړۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت