د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو
۱۴۴۸/۴/۲۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او منظور شو.
د دغه پلان له مخې، د صنعتي پارک د سړکونو جوړولو، د پاکو اوبو رسولو، د فاضله اوبو د راټولولو او لېږد شبکې، برېښنا او د فاضله اوبو د تصفیې دستګاه طرحه شامله ده، چې په پلي کېدو سره به یې د یاد صنعتي پارک د بنسټیزو خدماتو د منظم تنظیم او برابرولو لپاره زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان تر دې وړاندې منظور شوی و او د بنسټیزو تاسیساتو د پلان په منظورۍ سره یې د زیربنایي چارو د تنظیم او پرمختګ لپاره یو بل مهم ګام واخیستل شو.
دغه صنعتي پارک په ټولیزه توګه د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په مساحت جوړېږي او د چارو د ښه تنظیم او مدیریت په موخه په دوو پړاوونو وېشل شوی دی. په دې پارک کې ۲۹۹ صنعتي نمرې د خوراکي توکو، درمل جوړولو، سپکو او متفرقه صنایعو، د کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د پروسس لپاره ځانګړې شوې دي.
د یاد صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو د پلان منظورۍ به د اړینو خدماتو د منظمې طرحې او د صنعتي فعالیتونو لپاره د مناسبو شرایطو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي. تمه ده چې د دغه پارک په فعالېدو سره به د کورنیو صنایعو ودې، د تولیداتو زیاتوالي، د پانګونې پراختیا او زرګونو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرېدو زمینه مساعده شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي پارکونو د معیاري طرحو او بنسټیزو تاسیساتو په برابرولو سره هڅه کوي، چې د هېواد د اقتصادي ودې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو په رامنځته کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
