په ښرنه کې د احصایې او معلوماتو ریاست د عمومي دروازې د جوړولو له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۲۱
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د پروژو د تطبیق د څارنې او ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د احصایې او معلوماتو ریاست د عمومي دروازې د جوړولو له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د پروژې د تهدابونو د کیندنې، لیول کولو او هوارولو، د تهدابونو په فرش کې د بولډرو اچولو او د ۱۵۰ مارک کانکریټو اچولو چارې، همدارنګه د تهدابونو سیخ بندي او د ۲۵۰ مارک کانکریټو په وسیله د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې وې، د عمومي دروازې د پایو کانکریټ اچول هم د ۲۵۰ مارک کانکریټو په کارولو سره ترسره شوې ده.
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم به د پروژې د پاتې چارو له بهیر څخه په دوامداره توګه څارنه کوي، څو چارې د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو او کیفیت له مخې ترسره شي.
