د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په دوام د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د لیسې مریم جنوبي لوري ته په درېیم ګذر او د هغې په فرعي کوڅو کې د روانو ساختماني چارو څارنه او ارزونه وکړه.
د څارنې پر مهال هغه ودانیزې چارې چې د نافذه قوانینو، منظور شویو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حریم د احتمالي سرغړونو نښې پکې لیدل کېدې، وکتل شوې.
له هغو ودانیو او پروژو څخه چې اړوند اسناد، جوازونه او رسمي مدارک یې نه وو وړاندې کړي، غوښتنه وشوه چې خپل اسناد د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو له دقیقې ارزونې او منظور شویو پلانونو سره له مطابقت وروسته، که سرغړونه تثبیت شي، د نافذه اصولو له مخې لازم اجراآت ترسره شي.
د دغو څارنو موخه د ښاري پلانونو مطابق د ودانیو د جوړېدو ډاډ ترلاسه کول، د بېنظمۍ او له اندازې زیاتې ودانیزې پراختیا مخنیوی، د ګاونډیانو د حریم او حقونو ساتنه، د ودانیو د جوړولو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت ښه والی دی.
