د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
موسهی

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د محترم مقام د هدایت له مخې او د دوامدارو څارنو په لړ کې، د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له پولیسو، اداري، روغتیايي او ښاري شنو ساحو څخه څارنه وکړه.

د یادې څارنې پر مهال د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له مخې په ځانګړو شویو ځینو ساحو کې یو شمېر ښاري سرغړونې په نښه او تثبیت شوې. د یادو سرغړونو اړوند به د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې لازم اجراآت ترسره او په اړه به یې مناسب تصمیم ونیول شي.

د یادې څارنې موخه د پراختیايي پلان د ساحو د وضعیت ارزونه، د ښاري سرغړونو پېژندنه، د خپل ‌سرو او غیرقانوني ودانیو د جوړېدو مخنیوی او د سیمې اوسېدونکو ته د پراختیايي پلان په اړه عامه پوهاوی ورکول دي.

د موسهي ولسوالۍ په ګډون د کابل ښار او ولسوالیو د پراختیايي پلانونو له ساحو څخه څارنې به د ښاري نظم د ټینګښت او د منظور شویو پلانونو د پلي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت