د لغمان ولایت د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو له ښارګوټي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۹
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي، د ولایت مقام د څارنې او ارزونې له استازي سره یوځای، د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو د ښارګوټي له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د یادې څارنې پر مهال د ښارګوټي د سړکونو د هوارولو او د څښاک اوبو لپاره د څاهګانو د کیندلو چارې وکتل شوې، چې د لغمان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري ترسره کېږي.
د ساحوي ارزونې پر مهال د چارو د بهیر، کیفیت او د پروژو د تطبیق وضعیت وارزول شو او مسؤلو کارکوونکو ته سپارښتنه وشوه، چې د کډوالو او راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه اړوندې چارې په چټکۍ، ښه کیفیت او د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو مطابق ترسره کړي.
د یاد ښارګوټي د بنسټیزو خدمتونو برابرول د راستنېدونکو او کډوالو لپاره د مناسبې استوګنې د زمینې په برابرولو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.
