په کور او ښار جوړولو وزارت کې د کارکوونکو د زدهکړېیزو اړتیاوو د سنجش بهیر ترسره شو
19/2/1448
په کور او ښار جوړولو وزارت کې د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټوټ له لوري د وزارت د کارکوونکو د زده کړېیزو اړتیاوو د سنج بهیر ترسره شو، چې په کې د وزارت محترومو رئیسانو، مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو محترم رئیس، مولوي عبدالولي ارکاني، د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، ګمارنې، مسلکي ودې او د بشري سرچینو د مدیریت په بېلابېلو برخو کې بنسټیز اقدامات ترسره شوي، چې له امله یې د اداري چارو د اغېزمنتیا کچه لوړه شوې، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر چټک شوی او د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي دي.
ورپسې د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټوټ محترم رئیس، حافظ اسدالله هارون، د زدهکړېیزو اړتیاوو د سنجش د پروسې موخې او ارزښت ته په اشارې وویل، د امارتی ادارو د روزنیزو اړتیاوو ارزونه د دې لپاره ترسره کېږي، څو د هرې ادارې د اړتیاوو، کاري ننګونو او ظرفیتونو له ارزونې وروسته ورته هدفمند او اغېزمن روزنیز پروګرامونه طرحه او پلي شي.
د نوموړي په وینا، د دې بهیر اساسي موخه د دولتي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او خلکو ته د غوره، چټکو او معیاري عامه خدمتونو وړاندې کول دي.
د غونډې په پای کې د مصرفي اوبو مدیریت او چاپېریال ساتنې په برخه کې د پنځه ورځني ظرفیت لوړونې پروګرام هغو ګډونوالو ته، چې یاد روزنیز پروګرام یې په بریالیتوب بشپړ کړی و، د ګډون تائید لیکونه ووېشل شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري د بشري سرچینو د پیاوړتیا، د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د دوامدارو روزنیزو پروګرامونو د پراختیا له لارې د اغېزمنو، شفافو او باکیفیته خدماتو وړاندې کول د خپلو لومړیتوبونو له مهمو برخو څخه ګڼي.
