د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا پلان طرحه او ترتیب شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۵۱
دایکندی

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لارښوونې او د ښاري پراختیايي اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا او سمون پلان د وزارت د تخنیکي ټیم له لوري ترتیب او طرحه شو.

دغه پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د انجینري ټیم له خوا د سیمې له سروې، تخنیکي مطالعاتو او ښاري ارزونو وروسته جوړ شوی، چې موخه یې د سوداګریزو فعالیتونو د ودې، د ښاري نظم رامنځته کول او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د مناسبې استوګنې او اقتصادي فعالیتونو زمینه برابرول دي.

د القان ولسوالۍ د مرکز لپاره جوړ شوی دغه ښاري پلان د ۱۴۰ جریبه ځمکې په مساحت کې طرحه شوی، چې د ښاري معیارونو او تخنیکي اصولو له مخې پکې ۱۴ استوګنیزې نمرې او ۱۴۵ سوداګریزې څو پوړیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي.

د یاد پلان په پلي کېدو سره به د سیمې د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، د ښاري خدمتونو د ښه تنظیم او د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي. همدارنګه، هر کال به شاوخوا ۲۵ زره کسان له دې پروژې څخه ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده چې د دغه پلان د سروې، طرحې، ترسیم او تخنیکي ارزونې چارې د کور او ښار جوړولو وزارت د متخصصو انجینرانو له لوري د ښاري قوانینو او تخنیکي معیارونو له مخې ترسره شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري پلانونو د طرحې او پراختیا له لارې هڅه کوي، څو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارونو د متوازن او دوامدار پرمختګ لپاره لازم بنسټونه برابر او هېوادوالو ته د مناسبې استوګنې او اقتصادي فعالیتونو زمینه مساعده کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت تر سرلیک لاندې نهه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ د دې وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله‌پشتې د سړک غاړې شنه ساحه له ناقانونه نیولو څخه خلاصه شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله ‌پشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۹
Background image

د کابل ښار د سره میاشت ښارګوټي کې له ښاري پلان سره د مخالفو ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول،کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت