د زابل میزاني ولسوالۍ اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
زابل میزاني ولسوالۍ

۱۴۴۸/۱/۲۸

د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او یاده پروژه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پروژې د سپارلو په موخه د ودانۍ ساحه وکتله او د منظور شوې نقشې او د قرارداد د لګښتونو جدول له مخې یې د چارو کیفیت وارزاوه.

یاده اداري ودانۍ اته اداري خونې، پخلنځی او د اړتیا وړ نور ملحقات لري، چې د ولسوالۍ د اداري چارو د ښه تنظیم او د کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال په برابرولو کې به مهم رول ولوبوي.

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم ډاډ ورکړ، چې پروژه د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او منظور شویو اسنادو له مخې بشپړه شوې او د استفادې وړ ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۲
Background image

په نوي کابل  ښار کې د غیرپلاني او بې‌اجازې ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

1448/1/29

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د څارنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل نوي ښار د صنایع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په ننګرهار کې د وړاندیز شویو استوګنیزو ساحو توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۱/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د ننګرهار ولایت په مرکز کې د وړاندیز شویو استوګنیزو ساحو توپوګرافي سروې پیل شوه.

یاده سروې د ساحو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۲:۲۶
Background image

د کابل ښار د پل محمودخان په سیمه کې د ۱۴ پوړه مختلط استوګنیزې پروژې تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د څارنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت