د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د خیرخانې کوتل سر په سیمه کې د شنو ساحاتو او ښاري سرغړونو له وضعیت څخه نظارت ترسره شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۷
ناحیه ۱۷

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د منظم او دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د خیرخانې کوتل سر په سیمه کې ساحوي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال یاده سیمه، په ځانګړې توګه د سرک د شنو ساحاتو او حریمونو وضعیت له نږدې وڅېړل شو.

 د تخنیکي ټیم د موندنو له مخې، په ځینو برخو کې د سرک د شنو ساحاتو د حریم د تصرف او د تجارتي فعالیتونو د پراختیا نښې لیدل شوې، چې د نافذه ښاري اصولو او مقرراتو سره په ټکر کې دي.

تخنیکي ټیم مخکې هم څو ځله له یادې ساحې څخه نظارت ترسره کړی و او اړوندو مالکینو او د دوکانونو او غرفو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې ورکړل شوې وې، ترڅو د سرک په حریم او شنو ساحاتو کې ټول تجارتي فعالیتونه ودرول شي او د ښاري سرغړونو مخه ونیول شي، څو په دې اړه وروستۍ پرېکړه د محترم مقام له لوري وشي.

خو د وروستیو څارنو له مخې څرګنده شوه چې ځینو متخلفو اشخاصو یو ځل بیا خپل تجارتي فعالیتونه پیل کړي دي، چې له همدې امله د یاد ریاست تخنیکي ټیم د سرغړونو د مخنیوي په موخه ساحه وارزوله او د ځینو غیرقانوني دوکانونو، کانټینرونو، مستري ‌ګریو او د لرګیو پلورونکو غرفو فعالیتونه یې ودرول او مهرلاک کړل.

همدارنګه د میوه‌ پلورونکو مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وشوه چې خپل فعالیتونه ژر تر ژره ودروي.

یاد نظارت د کور او ښار جوړولو وزارت د هدایت له مخې ترسره شو، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ښار جوړونې قوانین، مقررات او تخنیکي اصول په بشپړ ډول رعایت شي او د ښاري سرغړونو د پراختیا مخه ونیول شي، ترڅو د ښار د منظم او همغږي پرمختګ زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت تر سرلیک لاندې نهه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ د دې وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله‌پشتې د سړک غاړې شنه ساحه له ناقانونه نیولو څخه خلاصه شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله ‌پشتې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت