د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د طلایي ښارګوټي له تخنیکي وضعیت څخه هر اړخیزه څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۴۱
اوولسمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د طلایي ښارګوټي له وضعیت څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د دغه څارنې په ترڅ کې د ښارګوټي بېلابېلې تخنیکي برخې د مسلکي ټیمونو له لوري هر اړخیزې وارزول شوې. په یادو ټیمونو کې د سایت‌ پلان، استوګنیزو او سوداګریزو واحدونو، عامه تأسیساتو، د سړکونو شبکې، د اوبو رسونې او کانالیزاسیون، برېښنا او فایبر نوري شبکو، او همدارنګه د ښارګوټي د حریم او حدودو متخصصین شامل وو.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې په ښارګوټي کې یو شمېر پلاني سرغړونې ترسره شوې دي، چې له ډلې یې د استوګنیزو واحدونو د شمېر غیرمجاز زیاتوالی، د سړکونو پر مسیرونو د خپل ‌سرو دوکانونو جوړول او د عامه ګټې ساحو د کارونې بدلون یادولی شو.

د یادولو ده، چې د څارنې دا لړۍ به د کاري پلان له مخې په دوامداره توګه روانه وي او د کابل ښار نور ښارګوټي به هم په نږدې راتلونکې کې تر تخنیکي ارزونې او څارنې لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د راستنو شوو مهاجرو لپاره د استوګنیزو نمرو د ورکړې بهیر ګړندی شوی؛ ننګرهار کې سلګونه کورنیو ته نمرې ورکړل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، چې لاسته راوړنې هم لري.

ښاغلي وزیر، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د خوست ولایت د هوايي ډګر د ورزشي لوبغالي له پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او انجینري ټیم له لوري، د هوايي ډګر د ورزشي لوبغالي له روانو ودانیزو چارو څخه ساحوي نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت