د راستنو شوو مهاجرو لپاره د استوګنیزو نمرو د ورکړې بهیر ګړندی شوی؛ ننګرهار کې سلګونه کورنیو ته نمرې ورکړل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۵
مهاجرین ننګرهار

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ، چې لاسته راوړنې هم لري.

ښاغلي وزیر، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال (۳۳۵) راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشلې.

دا نمرې د منظم پلان له مخې برابرې شوې دي، څو راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته د سرپناه زمینه برابره او د هغوی د ژوند شرایط ښه شي.

دا بهیر لا هم دوام لري او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکې کې نورو کورنیو ته هم نمرې ورکړل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د وېش پر مهال ټینګار وکړ چې امارت ژمن دی د مهاجرو وګړو د مسکن ستونزې هوارولو لپاره زمینه برابره کړي او هغوی ته دایمي حل لارې ومومي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، د استوګنې نمرې وېش به د شفافیت، عدالت او اړتیا پر بنسټ ترسره کېږي.

په ورته مهال، د ننګرهار ولایت اړوندو راستنو شوو مهاجرو کورنیو د دې پروسې هرکلی وکړ او دا یې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کېدو په برخه کې مهم ګام وباله.

د دوی په وینا، د دغه ډول پروګرامونو دوام کولی شي د بې‌ځایه شوو کورنیو اقتصادي او ټولنیز وضعیت تر یو بریده ښه کړي او د استوګنې نمرې ترلاسه کول به د هغوی د ژوند په ثبات کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۲۳:۵۸
Background image

په ننګرهار کې راستانه شوو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش په دوام تیره ورځ بیا ۲۸۲ نمرې وویشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/١٧

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت