پکتیا ولایت کې د (جي ‌اېچ) روغتونونو د جوړېدو په پار د سروې او ځمکې د تثبیت چارې پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۴
پکتیا

۱۴۴۷/۱۱/۲

پکتیا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د ګډ ولایتي پلاوي په همغږۍ، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د لس (جي‌ اېچ) روغتونونو د جوړېدو په پار د کروکي، سکېچ او د ځمکې د تثبیت چارې پیل شوې.

دغه چارې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د غوښتنې او د ولایت محترم مقام د حکم پر بنسټ، د اړوندو مسؤلینو د لارښوونو او د ګډ ولایتي پلاوي په همغږۍ ترسره کېږي، چې په ترڅ کې یې د احمدابا، ډنډپټان، سیدکرم، لجه منګل، ګرده څېړۍ، احمدخېل، میرزکه، روحاني بابا، څمکني او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د روغتونونو لپاره ټاکل شوې ځمکې تخنیکي ارزول کېږي.

د یادو فعالیتونو په لړ کې، د پروژو د دقیق تطبیق لپاره د ساحو کروکي او سکېچ ترتیبېږي، د ځمکو حدود تثبیتېږي او اړین تخنیکي معلومات راټولېږي، څو د راتلونکو ساختماني چارو لپاره لازم بنسټ برابر شي.

د دغو روغتونونو جوړول به په یادو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو او د عامې روغتیا د سیستم د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳
Background image

د کابل – بګرام سړک په مسیر کې د نوري فایبر شبکې د مسیر د ټاکلو په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپلو دوامدارو فعالیتونو په لړ کې، د کابل –. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

د زابل ولایت د شاه ‌جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د شاه‌ جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست د کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۸:۵۱
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او قانوني اسنادو د ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي ټیمونو، د خپلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت