په خوست کې د معتادینو د نوي روغتیايي مرکز د ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۸/۰۹
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرۍ ټیم له لوري د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د نوي اعمارېدونکي مرکز د ودانیزې پروژې څخه څارنه ترسره شوه. یاد مرکز د اتیا بسترو او لسو خونو لرونکی دی، چې دا مهال یې د خښتکارۍ چارې روانې دي.
د څارنې پر مهال د ودانیزو چارو د لا ښه والي په موخه، ساحوي انجنیر ته تخنیکي نظریات او لازمې لارښوونې شریکې شوې. همدارنګه، د پروژې اړوند ساحوي انجنیر او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته ټینګار وشو، چې د پروژې ټولې ودانیزې چارې د نظارتي انجنیرانو سره په بشپړه همغږۍ، د نقشو، مشخصاتو، انجنیرۍ نورمونو او نافذه اصولو سره سم ترسره کړي.
د یادې پروژې د ودانیزو چارو د څارنې او مراقبت مسؤلیت د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د څارنې او مراقبت د انجنیرۍ ټیم پر غاړه دی، چې تر دې مهاله چارې یې په ښه کیفیت سره مخته روانې دي.
یاده څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ ترسره شوې ده. یاد وزارت د امارتي ودانیزو پروژو پر معیاري تطبیق، د ساختماني سرغړونو پر مخنیوي او د انجنیرۍ اصولو پر پلي کېدو ټینګار لري، څو عامه ودانیزې پروژې د لوړ کیفیت او دوامدارو معیارونو له مخې بشپړې شي.
