په نوي کابل ښار کې د ابادۍ پرمختګ په موخه یو بل نوی ګام پورته شو، چې خلکو ته به د کار کولو زمینه برابره شي
۱۴۴۷/۰۸/۰۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند پراختیا ورکوونکو شرکتونو له ځینو مسؤلینو سره وکتل او پر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې هممهال، د رسول مصیر پراختیا ورکوونکي شرکت اړوند تفصیلي پلان ویزه شو، چې له مخې به یې یاد شرکت خپلې د ابادۍ چارې پرمخ یوسي.
دغه پلان، له هر اړخیزو تخنیکي او مسلکي ارزونو وروسته منظور شو او په عملي ډول ورته د کار پیلولو رسمي اجازه هم ورکړل شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په دې اړه وویل چې د یاد پلان تطبیق به د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا بهیر ته د پام وړ چټکتیا ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې دا پروژه به نه یوازې د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا لامل وګرځي، بلکې د سلګونو کسانو لپاره به د کار زمینه هم برابره کړي، چې دا چاره به د بېکارۍ د کچې په راټیټولو کې مهم رول ولري.
د وزیر په وینا، د دا ډول پراختیایي پروژو پلي کېدل به د معیاري استوګنځایونو د جوړېدو لامل شي او په هېواد، په ځانګړي ډول کابل کې به د مسکن او سرپناه شته ستونزه تر ډېره بریده راکمه کړي.
همدارنګه، د وزارت مسوولینو ټینګار وکړ چې ټولې چارې به د ښاري پلان، ساختماني معیارونو او چاپېریالي اصولو ته په بشپړ پام سره مخته یوړل شي، تر څو یو منظم، خوندي او د اوسېدو وړ ښاري چاپېریال رامنځته شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت، دا پروژه د نوي کابل ښار د دوامدارې پراختیا په لور یو مهم او اغېزمن ګام ګڼي.
