له کډوالۍ تر خپل کورۍ: کندز کې سلګونو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده
۱۴۴۷/۶/۲۰
په کندز ولایت کې هغو کورنیو ته چې له مهاجرت راستانه شوي او له کلونو انتظار او ستونزو وروسته د خپل دایمي استوګن ځای غوښتونکي دي، ښه ورځ را رسېدلې ده.
د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت د دغو کورنیو د استوګن لپاره د نمرو د وېش عملي بهیر پیل کړی او دوام لري.
د کور او ښار جوړولو وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني ټینګار کوي چې د منظور شوو ښارګوټو د نمرو وېش باید په چټکۍ سره هغو کورنیو ته ورسېږي چې اسناد یې له اړوندو ولایتونو تایید شوي وي، څو د هغوی د اوږد انتظار سلسله پای ته ورسېږي.
د کندز د کور او ښار جوړولو ریاست وايي، د مهاجرو په ښارګوټي کې یې د ځمکو د وېش پروسه رسماً پیل کړې او هره ورځ پر مخ ځي.
تر اوسه نږدې ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته د ۵ بسوې، ۱۰ بسوې او ۱۵ بسوې په کچه نمرې وېشل شوي، چې د کورنیو شمېر له پنځو څخه تر پنځلسو غړو پورې رسېږي.
دغه راز، د کور او ښار جوړولو وزارت یوازې د ځمکو په وېش بسنه نه کوي، بلکې د ښارګوټو د بنسټیزو خدمتونو د جوړولو چارې هم خپله پر مخ وړي.
په دې لړ کې د سړکونو او کوڅو جوړول، د څښاک اوبو برابرول، د جوماتونو جوړول، او نورې ضروري اسانتیاوې شاملې دي چې په پړاوونو کې عملي کېږي.
دا بهیر د هغو سلګونو کورنیو لپاره د نوې هیلې څرک دی چې غواړي په خپل وطن کې له سره خپل ژوند جوړ کړي.
