په پکتیکا کې د نوي جوړېدونکي مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۱۷
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیفالعمر وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د انګور اډې په ساحه کې د نوي جوړېدونکي مسجد شریف د پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د مسجد شریف په پروژه کې د پايوسیخ بندي او کانکریټ اچونه ترسره شوې ده، همدارنګه د سلب او پورتني رېنګ بیم سیخ بندي د نقشې او د احجامو لېست مطابق بشپړ شوی دی، همداراز په ساحه کې د مسجد شریف د دیوالونو خشتکاري او د سلب کانکریټ اچونه روانه وه.
پکتیکا ولایت کې د دیني تاسیساتو د ودانولو پروژې د خلکو د اړتیاوو له مخې په چټکۍ پر مخ روانې دي، د کور او ښار جوړولو ریاست د دغو پروژو د کیفیت د خونديتوب لپاره پر منظم تخنیکي څارنې ټینګار کوي.
