د مس عینک کان د ځمکې د انتقال په موخه تخنیکي سروې ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۳۵
لوګر

۱۴۴۷/۲/۱۰

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي،  د مس عینک کان قراردادي شرکت MCC  ته د لس زره او پنځه سوه (۱۰۵۰۰) جرېبه ځمکې د انتقال په موخه تخنیکي سروې ترسره شوه.

ښاغلی مولوي زاهد وایي، په دې سره به د ځمکې تخنیکي ارزونه، د بیې ټاکنه او د یادې پراخې ځمکې د انتقال عملي چارې پيل شي.

نوموړی وایي، یاده ځمکه به د شرکت له لوري د اوبو د زېرمه کولو، استوګنې، او د مس عینک کان له غیر ګټورو موادو د ذخیرې لپاره ځانګړې شي.

دا سروې د کانونو او پټرولیم وزارت په رسمي غوښتنه ترسره شوې، او ټاکل شوې ده چې تر بشپړې ارزونې وروسته، یاده ځمکه شرکت ته په قانوني ډول وسپارل شي.

د سروې په لومړي پړاو کې، په حصار تنگي سیمه کې دوه زره  (۲۰۰۰) جرېبه ځمکه سروې او تثبیت شوه، او د پاتې سیمو د سروې چارې لا هم روانې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

په شپږو مهمو ښارونو کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوي په موخه لازم تصمیم ونیول شو

۱۴۴۷/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تصمیم ونیو چې د هېواد په کچه شپږو مهمو ښارونو کې په لومړیتوب سره او بیا ګام په ګام نورو مرکزونو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت