د پکتیکا په یحی خېل ولسوالۍ کې د سړو خونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱
پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي طاهر سیف الجهاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم ریاست په غوښتنه او د ولایت محترم مقام په حکم، په یحی خېل ولسوالۍ کې د سړو خونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي سیف الجهاد وایي، د څار له پایلو څرګنده شوه، چې په یادې پروژه کې ځینې مهمې تخنیکي او کیفیتي ستونزې شتون لري.
د مصالې په شګو کې د زیاتې خاورې شتون، د بنسټ ډبرو لپاره د کمې مصالې کارېدل، خړې او بې کیفیته اوبه، د بې کیفیته ډبرو کاریدل او د داسې کار کوونکو شتون چې کیفیت ته ژمن نه وو، او داسې نور هغه موارد ذکر شوي چې پروژې ته زیان رسوي.
نوموړی وایي، د قرارداد پر بنسټ په ژورنال کې یې د پورته ستونزو د سمون امر صادر کړ او تر حل کېدو پورې یې د پروژې د فعالیت د ځنډولو حکم ورکړ.
پ:تیکا کې د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، په راتلونکي کې، د اصلاحاتو تر پوره کولو او د هیئت د ډاډ تر ترلاسه کولو وروسته به د پاتې چارو دوام تنظیم شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه د پروژو له چارو څارنه وکړي او د نیمګړتیاوو د رامنځته کېدو په مهال رغنده پرېکړې وکړي.