د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰
په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو بهیر په چټک او معیاري ډول روان دی.
ښاغلی مولوي سیف العمر وایي، د مسجد د ودانیزو چارو مهمې برخې، لکه د نارینه وو د لمونځ ځای د ګنبد داخلي قالب تړل، د منار کانکریټ اچول، او د دویم منار د قالب تړلو او سیخ تړلو چارې په بریالیتوب سره سرته رسېدلي دي.
نوموړی وایي، د جامع مسجد د دروازې د پایو دوهمه برخه هم د قالب تړلو او سیخ تړلو په مرحله کې ده، چې له تخنیکي معیارونو سره سم پرمخ وړل کېږي.
د معلوماتو له مخې، د پروژې اړوند ټول تخنیکي ټسټونه، لکه سیلنډر ټسټ او کیورینګ، په خپل وخت او دقیق ډول ترسره کېږي، تر څو د کار کیفیت خوندي وساتل شي.
دا پرمختګ د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د دیني بنسټونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې د سیمې خلک یې له شته پرمختګونو څخه خوښي ښيي.