د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، دا سړکونه، د سیلو درېیم سړک او د پل سوخته څلور لارې څخه د جمهوریت پُل تر څلور لارې پورې سړک دی، چې یوه برخه یې د درېیمې ناحیې او بله برخه یې د شپږمې ناحیې پورې اړه لري.
نوموړی وایي، د تخنیکي څار موندنې یې ښیي چې، د سیلو درېیم سړک کې، د اوبو د ایستلو کانالونه (آبروها) له محافظتي پوښونو بې برخې دي، چې د باران او تیارو په وخت کې د پیاده تګ لپاره ګواښونه رامنځته کوي.
دغه راز نوموړی وایي، د کوچنیو محافظتي دیوالونو نشتوالی، بله هغه ستونزه ده چې د وسایطو د احتمالي سقوط ګواښ زیاتوي.
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي رئیس وایي، د پُل سوخته څخه تر جمهوریت پُل سړک چې دی، د چپ اړخ پلي لارو لپاره یې هېڅ ځای نه دی مشخص شوی، چې د خلکو لپاره د تېرېدو ستونزې رامنځته کوي.
دغه راز، د مسجد شریف تر څنګ، د سړک پلنوالی ۸ متره ته راکم شوی، چې دا حالت نه یوازې د وسایطو د تګ راتګ لپاره خنډ جوړوي، بلکې د پلي لارو محدودیتونه هم زیاتوي.
ښاغلي مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د موندل شوو تخنیکي نیمګړتیاوو او ښاري تخلفاتو له مخې، اړینه ده چې مسؤلې ادارې ژر تر ژره اصلاحاتي اقدامات پیل کړي.