په کابل ښار کې د تاریخي ابداتو د تثبیت او د جي پي اس سروې چارې بریالۍ پرمخ روانې دي

۱۴۴۷/۰۱/۰۴
د زړو ښارونو د ساتنې ریاست محترم رئیس محمود جان دوست وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيمونو د ۱۴۰۳ کال له پیله، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د تاریخي آبداتو د تثبیت، جي پي اس نښې او جغرافیایي موقعیت معلومولو تخنیکي سروې پیل کړې ده، چې تر دې مهاله یې د یاد ریاست د طرح شوي پلان له مخې بریالۍ پرمختګ کړی دی.
ښاغلي دوست وویل، د سروې تخنیکي ټیم تر اوسه د کابل ښار په ۱۴ ناحیو کې نږدې ۱۰۷ تاریخي آبدات د موجوده اسنادو او ثبت شویو معلوماتو له مخې، له جي پي اس موقعیتونو سره تثبیت کړي، چې دا پروسه د یاد ریاست د کاري پلان له لومړیتوبونو څخه وه او په بریالۍ توګه بشپړه شوې ده.
د نوموړي په خبره، د یادو تثبیت شویو ابداتو ترڅنګ، د فرهنګي، تاریخي او ټولنیزو ځانګړتیاوو اړوند د مطالعاتو پروسه هم د یاد ریاست د مطالعاتي ټیم له لوري دوام لري، تر څو د تاریخي میراثونو د بشپړې پیژندنې او ساتنې لپاره لازم تحلیلي معلومات برابر شي.
ښاغلي دوست زیاته کړه، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال لپاره د پاتې ناحیو سروې او تثبیت چارې هم د طرح شوي پلان له مخې نورمال روانې دي او تمه ده چې د کال تر پایه پورې به دا ملي پروژه بشپړه شي.
د زړو ښارونو د ساتنې ریاست باور لري چې دا پروسه به د هېواد د تاریخي شتمنیو د خوندي کولو، د ښاري پراختیا له تاریخي معیارونو سره سمون او د فرهنګي ارزښتونو د انتقال په برخه کې بنسټیز ګام وي.