په بدخشان ولایت کې د یو سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۳/۲۸
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د یو سوداګریز مارکیټ چارې و څارل شوې.
ښاغلي مولوي الهي وویل، د تګاب ولسوالۍ اړوند د سوداګریز مارکیټ د سنګکارۍ د سر قالب بندي او دویمې برخې د پایو د کانکریټ اچونې چارې روانې وې چې له ودانیزو چارو یې څارنه وشوه او قرادادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې کارونه ګړندي کړي تر څو پروژه په ټاکلې نیټه سرته و رسیږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.
