کابل کې د شمال سمت ترانسپورتي ترمینل د پېروزي هستوګنیزې پروژې په شاوخوا کې جوړېږي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۰:۴۲
picture

۱۴۴۵/۹/۳۰

د ا.ا.ا د محترمې کابینې د ۱۴۴۵/۸/۲۲ نېټې د ۱۸ ګڼې مصوبې پر اساس کابل ښار کې د شته ترافیکي ګڼې ګوڼې د کچې راکمولو او ټاکل شوو ځایونو ته د هېوادوالو پر وخت رسېدو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، د ترانسپورت او هوایي چلند لوړرتبه مسؤلینو د پېروزي هستوګنیزې پروژې له خواوشا ځمکو لیدنه وکړه.

د لیدنې په مهال د ترانسپورت او هوایي چلند محترمو لوړ رتبه مسؤلینو د کابل دهسبز سیمه کې د پېروزي هستوګنیزې پروژې سره پیوند شمالي برخه کې لسګونه جریبه ځمکه باندې هوکړه وکړه، تر څو هلته یو منظم ترانسپورتي ترمینل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته یادونه وکړه، چې له کوچني اختر وروسته دې سمدستي د یاد ترمینل د جوړولو په موخه د ترانسپورتي اړتیاوو او مشخصاتو سره سم نقشه ترتیب او د تائید لپاره دې یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته تسلیم کړي، چې د نقشې تر ویزه کېدو وروسته به یې ژر تر ژره عملي چارې د محترمې کابینې د پرېکړې سره سم د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت له لوري پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۸
Background image

د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو

۱۴۴۸/۲/۱۴

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چین هېواد سفی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴
Background image

د شینډنډ ولسوالۍ د کانال جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ناظر د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ سوېل لوري او د معارف سړک شمال لوري د کانال جوړولو پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو پمپ د پروژې تخنیکي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د قرغې عمومي سړک پر غاړه د یوه باب د تېلو پمپ د جوړېدو لپاره د ساحې توپوګرافي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت