کابل کې د یو معیاري طبي کمپلېکس جوړولو لپاره د ځمکې په تشخیص خبرې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۳۰
انځور

۱۴۴۵/۷/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ، د عامې روغتیا محترم وزارت، کابل محترمې ښاروالۍ او د کرنې محترم وزارت د اراضۍ استازو؛ په کابل کې د یو معیاري طبي کمپلېکس جوړولو لپاره د ځمکې د تشخیص په لارو چارو خبرې وکړې.

دغه ناسته، د ا.ا.ا د محترمې کابینې د روان کال د (۱۰) ګڼې ناستې د پرېکړې د تطبیق په موخه ترسره شوه، چې په کې د ځمکې د تشخیص لپاره په اړینو موضوعاتو خبرې وشوې.

 د عامې روغتیا وزارت استازي وویل، وزارت یې غواړي داسې ځای کې ستر معیاري طبي کمپلېکس و رغوي چې له ښاري ګڼې ګوڼې لیرې او د خلکو لاسرسی ورته اسان وي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، له عامې روغتیا وزارت غوښتنه وکړه، تر څو خپله غوښتنه له معیارونو او مشخصاتو سره سم په لیکلې بڼه کمېټې ته را واستوي، چې کمېټه به بیا د غوښتنې مشخصاتو او معیارونو ته په کتو د ځمکې په تشخیص او غوراوي کار وکړي.

په ناسته کې، د عامې روغتیا وزارت استازي ژمنه وکړه، چې د راتلونکې اونۍ تر یکشنبې ورځې به خپله غوښتنه او معیارونه په لیکلې بڼه له کمېټې سره شریکوي، چې له هغې وروسته به کمېټه په ګډه د یوې مناسبې ځمکې په لټه کې کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت