تطبیق کوونکو مراجعو ته د ښاري پلانونو د ور سپارلو بهیر کې اسانتیا رامنځته کېږي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۳:۴۵
.

۱۴۴۴/۱۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د مشورتي بورد په ناسته کې د بېلا بېلو اداري او تخنیکي مسایلو په اړه خبرې اترې وشوې.

په دغه ناسته کې، تطبیق کوونکو مراجعو ته د ښاري پلانونو د ور سپارلو بهیر پر اسانتیا، د حق الزحمه اخیستلو، د ریاستونو د مهمو اړتیاوو پوره کولو او د نقشو د ویزه کولو کمېسیون د پرېکړو د څار په اړه نظرونه تبادله شول.

د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، د ریاستونو د مهمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اجراات کېږي او یوې کمېټه یې جوړه او مؤظف وګرځوله، تر څو یو میکانیزم جوړ کړي، چې له مخې یې د حق الزحمې اخیستلو او تطبیق کوونکو مراجعو ته د ښاري پلانونو د ور سپارلو بیهر اسانه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۸
Background image

ارزګان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د عامه تاسیساتو او سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۷/۱

د ژمي موسم راتګ له رارسېدو او د هوا له سړېدو سره، چې ورسره ورسره د مهاجرینو لپاره د دایمي اوسېدو د زمینې برابرېدو په پار هڅې ګړندۍ شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د نیمروز ولایت په هغه سیمو کې چې د بهسازۍ پلان ورته جوړېږي، په تړاو یې خلکو ته پوهاوی ورکړل شو

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، نیمروز ولایت ته یو هیئت واستو، ترڅو د ځینو اړمنو سیمو لپاره د بهسازۍ پلانونو چمتو شي.

نیمروز ولایت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۳۷
Background image

په ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د ټولو ناحیو ودانیو څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت