پکتیا ولایت کې له دوه سوه جریبه زیاته دولتي ځمکه له غصب وژغورل شوه
1443/11/01
د پکتیا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په دغه ولایت کې له (۲۰۰) جربه زیاته دولتي ځمکه له غصب کولو وژغورله.
په تیره یوه میاشت کې د پکتیا د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو د یاد ولایت د امنیتي ځواکونو په مرسته سل (۱۰۰) جریبه دولتي ځمکه په سپینه کلا او تیره سیمه کې او دغه راز له سل (۱۰۰) جریبه زیاته دولتي ځمکه په رباطو، چوڼۍ او د شیخو دینارخېل دښته کې د غاصبینو له منګولو وژغورله.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له غصب د دولتي ځمکو ژغورلو پر دوام هڅې پیل کړي چې له دولتي ځمکو اغېزمنه او ګټوره استفاده وشي.
