د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د لغمان له ښاروال سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۴:۲۵
sdgfg

۱۴۴۳/۱۰/۲۰

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولایت ښاروال مولوي عبیدالله او د دغه ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رییس مولوي حسین احمد سره وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د لغمان ښاروال مولوي عبیدالله د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست مولوي حمدالله نعماني مدبرانه کړنې وستایلې او یادونه یې وکړه چې د لغمان مرکز او ولسوالۍ د تفصیلي او ستراتېژیکو پلانونو ترڅنګ د ښاري پلانونو تطبیق او ښاري بیخ بناوو ته جدي اړتیا لري.

دغه راز د لغمان د ښار جوړولو او ځمکو رییس مولوي حسین احمد د لغمان د ښاروال د خبرو په تائید زیاته کړه چې په دغه ولایت کې یې په غیر کرنیزو ځمکو کې د هستوګنیزو نمرو په شکل د ښارګوټو رامنځته کولو طرحه ترتیب کړې چې بې سرپناه خلکو ته به په کمه بیه سرپناه برابره شي، خلکو ته به خدمات وړاندې شي، د دولت عواید به ورسره لوړ شي او دغه راز به خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

په یاده ناسته کې ګډون کوونکو په لغمان ولایت کې د مخکیني حکومت لخوا د بشپړ شوو او نیمه کاره پاتې پروژو د اداري، تخنیکي او حقوقي ستونزو په اړه وزیر ته یادونه وکړه او د حل برخه کې یې د اقداماتو غوښتنه وکړه.

د لغمان مېشتو خلکو د خبرو، وړاندیزونو او ستونزو له اورېدو وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني وویل، د لغمان ولایت ورته لومړیتوب لري او زیاته یې کړه چې د دغه ولایت د ښاري پراختیا او ټولګټو پروژو د پلې کولو برخه کې هڅې زیاتې کړي او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د هستوګنیزو ښارګوټو جوړولو برخه کې دې وزارت ته رسمي وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت