بامیان ولایت کې د (۲۰) ساختماني پروژو له کاري بهیر څارنه وشوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۹:۳۰
savgf

۱۴۴۳/۱۰/۱۸

د بامیان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست انجنیرانو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د (۲۰) ساختماني پروژو له کاري بهیر لیدنه او څارنه وکړه.

په دغه ساختماني پروژو کې دیني څانګې، اداري، روغتیا او ښوونیزې او روزنیزې پروژې شاملې دي چې کار یې عملاً روان دی.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسجدونو په جوړولو، روغتیایي کلینیکونو، موزیمونو، وړکتونونو، دولتي ادارو ساختمانونو، لوبغالو، کتابتونونو، تعلیمي او تحصیلي ځایونو او د هېواد په کچه د داسې نورو ټولګټو پروژو او ځایونو په رغولو کې د پام وړ فعالیتونه کوي او په لومړیتوبونو کې یې ځای لري.

هغه ساختماني چارې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له ادرسه ترسره کېږي د ډاډ وړ او په تولو عصري اړتیاوو سمبال وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت