پېروزي ښارګوټي کې د بېجینګ – ننګرهار شرکت عملاً خپل کار پیل کړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۹:۵۵
sfdg

۱۴۴۳/۱۰/۱۴

بېجینګ – ننګرهار د ساختماني موادو د تولید شرکت د کابل ده سبز کې د پېروزي ښارګوټي په ختیځه څنډه کې عملاً خپلې چارې پیل کړې.

بېجینګ – ننګرهار شرکت هڅه کوي چې د (۱۵۰) تولیدي فابریکو د فعالیت لپاره ډېر ژر زمینه برابره کړي چې اوسمهال یې د رغېدو چارې ګړندۍ روانې کړي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په رمضان المبارک میاشت کې د ا.ا.ا د کابینې له پرېکړې سره سم د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال او د اقتصادي کمېسیون مشر ملا عبدالغني برادر په شتون کې له بېجینګ – ننګرهار شرکت سره یو تړون لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې د بېجینګ – ننګرهار شرکت ته د پېروژي پروژې په ختیځه څنډه کې (۶۵۰) جریبه ځمکه د تولیدي فابریکو د جوړولو په موخه ورکړل شوه.

په دغه اندازه ځمکه کې نږدې (۲۱۶) میلیونه امریکایي ډالره پانګونه کېږي چې ورسره به (۱۳۶۰۰) کسانو ته په مستقیمه توګه او (۳۰۰۰۰) کسانو ته په غیر مستقیمه توګه د کار کولو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت