هڅه کوو چې د ټولو پراختیایي پروژو ستونزې حل او د تخریب مخه یې ونیول شي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۵:۱۴
image

۱۴۴۳/۰۹/۰۴

د‌ ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د یو شمېر پروژو د برخلیک په اړه یې خبرې وکړې.

په پیل کې د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو د خپلو پروژو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل چې څومره بشپړې شوې او څومره یې نیمګړي پاتې دي او په کومو ولایتونو کې موقعیت لري.

دوی زیاته کړه چې د یادو پروژو له درکه یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پوروړی دی چې باید پور یې هم ورکړل شي.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د ټولو هغه پروژو د برخلیک معلومولو په اړه خبرې وکړې چې د تېر حکومت په مهال پیل شوې وې.

ښاغلي وزیر مولوي حمد الله نعماني وویل، هڅه کوي چې د ټولو پراختیایي پروژو ستونزې حل او د تخریب مخه یې ونیول شي او سالمه ګټه ترې واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه به د ټولو پروژو له مسؤلینو سره هر اړخیزې خبرې اترې وکړي او د یوې طرحې له مخې به یې برخلیک معلوم کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

غزني کې د پنځوس بستریز روغتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د معتادینو د ۵۰ بستریز روغتون له روانو رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د پکتیکا په یحی خېل ولسوالۍ کې د سړو خونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي طاهر سیف الجهاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS