د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني له یو شمېر هېوادوالو سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴
IM

24/12/1400هـ، ش

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني له بېلا بېلو ولایتونو راغلو کسانو سره وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

راغلو هېوادوالو په خپلو ولایتونو کې د ځمکو او ښارګوټو اړوند ستونزې او شکایتونه له وزیر صاحب سره شریک کړل او د اسنادو په ښکاره کولو یې دلایل وړاندې کړل.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني راغلو کسانو ته لازمې لارښوونې وکړې چې څنګه کېدای شي رامنځته شوې ستونزې ژر حل شي.

دغه راز ښاغلي مولوي نعماني د وزارت اړوند مسؤلینو ته سپارښته وکړه کې چې د ځمکو او ښارګوټو برخه کې د رامنځته شوو ستونزو په اړه دې بشپړ مالومات راټول او د هغې په رڼا کې دې له قانون سره سم اقدامات وکړي.

راغلو کسانو د وزیر صاحب له پر وخت اقداماتو او د چارو د نه ځنډ له کبله خوښي وښوده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۸
Background image

په سر پل ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۷/۳

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پراختیايي پروژو د څارنې د کمېټې سره په همغږۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د زیربنایي چارو بهیر دوام لري

۱۴۴۷/۰۷/۳

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مهاجرینو ښارګوټي د ترسره شويو زیربنایي کارونو څارنه تر سره شوه.

د ښارګوټي د سړکونو د لیول او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت