ښارجوړولو او ځمکو وزارت د خپلو تشکیلاتو ارزونه وکړه.

it_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱ - ۱۰:۵۹
tashkil

د یاد وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د وزارت له کاري ټیم سره په ناسته کې خبرې وکړي چې څنګه کېدای شي د وزارت تشکیلات اغېزمن او چارې یې چټکې شي.

نوموړي وویل، د وزارت تشکیلات باید مناسب او داسې ترتیب شي چې په چارو کې ځنډ او خنډ رامنځته نه شي او موازې ادارې او ریاستونه هم له منځه لاړ شي.

په ادغه اداري ناسته کې د وزارت اړوند رییسانو او مسؤلینو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل چې له مخې به یې د وزارت تشکیلات برابر شي.

وزیر د چارو اغېزمنتیا او شفافیت ته په کتو ټینګار وکړ چې د دغه وزارت پر تشکیلاتو دې جدي غور وشي او له دقیقې ارزونې وروسته دې پرېکړه وشي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې یوه تخنیکي کمېټه دې جوړه شي، څو د وازرت اړوند تشکیلات په غور سره بررسي کړي، مشابه او غیر ضروري بستونه او ریاستونه په ګوته کړي او په راتلونکي کې دې له مشرتابه سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

4/7/1447

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت د پوهنتون د اسفالت‌ کارۍ له پروژې څخه څارنه وکړه،.

یاده څارنه د نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۲۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د سړې خونې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۷/۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د ۶۰۰ مټریک ټنه سړی خوني پروژې د ودانیزې چارو څارنه ترسره شوه، چې د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یخي هوا د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۷
Background image

د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د جرجرک کلي د پلچک پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۴

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د کوهستانات ولسوالۍ د جرجرک کلي د پلچک د پروژې د اجرايي چارو څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت