په لغمان کې د یوه ۲۴ ټولګي ښوونځي د رغولو چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۰:۵۰
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت په قرغه‌یي ولسوالۍ کې د یوه ۲۴ ټولګي ښوونځي د دودانۍ چارې ۵۰ سلنه بشپړې کړې دي.

د دې ښوونځي د ودانۍ پر ۵۶۵ متر مربع مساحت ځمکه، په دریو پوړونو کې د  ۲۱ مېلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پراختیایي بودجې له‌خوا رغول کېږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښوونیزو پروژو د چټکتیا تر څنګ د دولت پرمختیايي پروژو پلي کېدو سره، د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د بنسټیزو خدماتو وړاندې کولو کچه لوړه کړې، ورته مهال یې د پرمختګ او اسانتیا اړینه زمینه هم برابره کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۰
Background image

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د نو اباد د دویمې برخې (قلعه ارجل) ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۲

د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د نو آباد د دویمې برخې (قلعه ارجل) ساحې د ښاري، تخنیکي، چاپېریالي، ټولنیزو او اقتصادي اړخونو له مخې په هر اړخیز ډول تر مطالعې لاندې ونیول شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان‌ ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۱

د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت