بدخشان کې د یوې دینې او یوې تعلیمي پروژې رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۰:۴۳
بدخشان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د رغنیزو پروژو د تطبیق په دوام د بدخشان ولایت په جرم ولسولۍ کې د سوچ مدرسې او په یمګان ولسوالۍ کې د نشي و قلات ښوونځي رغنیزې چارې تر کار لاندې لري.

د جرم ولسوالۍ سوچ مدرسه په ۵۸۹ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي چې رغنیزې چارې یې ۲۵ سلنه بشپړې شوي او همداراز د یمګان ولسوالۍ نشي و قلات ښوونځی په ۴۲۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په ورستیو درې کلنو کې په هېواد کې د ۱۰۳۰ رغنیزو پروژو چارې پیل کړي چې له دې ډلې د ۱۵۰ پروژو چارې بشپړې شوي، ۴۰۰ پروژې تر کار لاندې دي او پاتې یې په سروې، ‌ډیزاین او تدارکاتي مرحله کې دي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت