په هېواد کې د پانګونې د جذب او تسهیل لپاره څلور اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۲:۲۹
کابل

په هېواد کې د پانګونې د جذب او تسهیل لپاره څلور اړخیزه هوکړه لیک د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د صنعت او تجارت وزارت، د افغانستان د خونو فدارسیون او د پانګونې د اسانتیا واحد ترمنځ لاسلیک شو.

دا هوکړه لیک، د کورني او بهرني پانګونې د جذبولو، په هېواد کې د پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاو د برابرولو او په مهمو پروژو کې د خصوصي سکټور د مشارکت او همکارۍ د کچې د لوړولو او پیاوړتیا په موخه لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک له مخې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت د صنعت او تجارت وزارت سره په همغږۍ د پانګونې لپاره د ۵۰ پروژو په تړاو بشپړ معلومات او جزییات د پانګونې په موخه د خصوصي سکټور په واک کې ورکوي.

همدارنګه د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان د خونو فدراسیون او د پانګونې د اسانتیا واحد د رسنیو، سیمنارونو، ورکشاپونو، کنفرانسونو، ناستو، ګردي میزونو او نورو ممکنه لارو څخه په استفادې په هېواد کې د خصوصي سکټور د هڅونې او د پانګونې د جذب لپاره اړین فرصتونه برابروي.

په پام کې ده، د دې هوکړه لیک د ښه تطبیق لپاره د څلورو ادارو لوړ پورو چارواکو په ګډون یوه ګډه کمیټه هم رامنځته شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د اړونده ادارو سره په همغږۍ، د دولتي ځمکو او املاکو څخه د سمې استفادې لپاره، په دې وروستیو کې ۵۰ د سرمایه ګذارۍ پروژې د هېواد په ۷ ولایتونو (ننگرهار، لغمان، هرات، کابل، کندهار، بلخ و خوست) کې ځانګړي کړي چې په پلي کېدو سره به یې، د خصوصي سکټور له لوري ۲.۷ میلیارده امریکايي ډالره پانګونه ترسره شي، ۲ میلیارده امریکايي ډالره د دولت عواید زیات شي او زرګونو هېوادوالو ته کاري او اقتصادي فرصتونه برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت تر سرلیک لاندې نهه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ د دې وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله‌پشتې د سړک غاړې شنه ساحه له ناقانونه نیولو څخه خلاصه شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله ‌پشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۹
Background image

د کابل ښار د سره میاشت ښارګوټي کې له ښاري پلان سره د مخالفو ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول،کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت