د کابل ښار غیر رسمي سیمو اوسېدونکو ته ۱۳۳۰ د ملکیت سندونه توزیع شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۸:۱۱
کابل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام د تطبیق په لړ کې؛ د کابل ښار ۱۷ مې ناحیې غیر رسمي سیمو اوسېدونکو ته ۱۳۳۰ د ملکیت سندونه توزیع کړل.

یاد وزارت تر دې دمه د مزار شریف، هرات جلال آباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښار د غیر رسمي ښاري سیمو مستحقینو ته ۳۰ زره د ملکیت سندونه ویشلي او په پام کې لري د روان کال تر پایه ۱۳۰ زره غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع کړي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د چهار باغ ساحې لپاره تفصیلي پلان تر دقیقې ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند د چهار باغ ساحې لپاره جوړ شوی تفصیلي ښاري پلان تائید او لاسلیک کړ.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۵۲
Background image

د کندهار – هرات پر عمومي سړک، نادعلي ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۶

هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د کندهار – هرات پر لویه لاره د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ کې یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۳۶
Background image

د بغلان دوشي ولسوالۍ دهن مورچل غوري سیمې لپاره هم تفصیلي پلان جوړ او منظور شو

۱۴۴۷/۹/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اړوند دهن مورچل غوري سیمې لپاره جوړ شوی تفصیلي ښاري پلان منظور او لاسلیک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت