هرات کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۸:۱۵
هرات

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د وزیر فتح خان ۲۴ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۸۴ سلنه او د هرات په مرکز څلورمه ناحیه کې د هاتفي ۱۶ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۲۰ سلنه بشپړې کړي دي.

د وزیر فتح خان ۲۴ صنفي ښوونځی په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۳۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت او همداراز د هاتفي ۱۶ صنفي ښوونځی په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د دولت ټولګټو، روغتیايي او تعلیمي پروژو له تطبیق سره خلکو ته د اساسي خدماتو رسولو کچه لوړه کړې او خلکو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۶
Background image

په کندهار ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ، د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ښار د ۱۵مې ناحیې له بېلابېلو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د الحافظ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

په ایبک ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۴۴۷/۱۱/۲۶

د سمنګان ولایت د ایبک ښار په بېلابېلو پلان لرونکو ساحو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه دتخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۰
Background image

په ننګرهار کې د څو ښارګوټو تخنیکي چارې بشپړې او د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري استول شوو تخنیکي ټیمونو د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د یو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت