فراه کې د یوې بنسټیزې پروژې کار بشپړ او د معارف یوې پراختیايي پروژې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۷:۴۳
فراه

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د فراه ولایت په دریمه ناحیه کې د زراعتي بانک  تر ماهي ها څلور لارې پورې د سړک پخولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.

دا پروژه د ۲۷۰ متره په اوږدوالي د ۱۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د مالیې وزارت پراختیايي بودیجې څخه بشپړه شوې ده.

په همدې ترتیب ښارجوړولو او ځمکو وزارت د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې د مطبخ ۸ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۵۰ سلنه بشپړې کړي او د روان کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا پوړیزه ښوونځی په ۶۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۱۷ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت خلکو ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه هر کال د ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې په سلګونه بنسټیزې پروژې تطبیق او عملي کوي. 

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د ساختماني او استوګنیزو نقشو د وېزې تخنیکي کمېسیون لومړنۍ غونډه ترسره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د ساختماني او استوګنیزو نقشو د وېزې تخنیکي کمېسیون خپله لومړنۍ غونډه د کور جوړولووزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائزپه. . .

BACK TO NEWS