د ښاري چارو مرستیال محترم روښان ولسمل د خوست ولایت د متون قوم له مشرانو سره په کتنه کې د خوست ښار د نوي پراختیايي استراتیژيک پلان په اړه خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۷:۳۵
کابل

په دې غونډه کې چې د ښاري چارو مرستیال محترم روښان ولسمل په مشرۍ، د خوست ښاروال محترم عبدالبصیر محمد زی، د خوست د ښار جوړولو او ځمکو رئیس محترم ابراهیم الله ولی زی او د خوست ولایت د متون قوم د مشرانو په ګډون جوړه شوه، په سر کې د متون قوم مشرانو د ځمکو او ښاري پراختیا په برخه کې خپلې ستونزې د ښاري چارو له مرستیال سره شریکې کړې.

ورپسې، محترم روښان ولسمل د خوست ښار نوي پراختیایي استراتیژیک پلان په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې یاد پلان د یوه اوږد مهال لید لوري په توګه ګڼل کیږي چې په تطبیق سره یې د خوست ښار د منظم انکشاف، پراختیايي او ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره د زمینې د برابرولو، د خلکو د هوساینې، اقتصادي ودې او پانګونې د جذب لپاره لاره هواره کړي.

محترم روښان ولسمل زیاته کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې وروستیو کې د هرات، خوست، کندهار، مزار شریف او جلال اباد ښارونو لپاره پراختیايي استراتیژیک پلانونه جوړ کړي چې یاد پلانونه له نیکه مرغه د اوبو، اراضۍ او ښاري پراختیا په عالي شورا او په کابینه کې د جلالتمآب جمهور رئیس له لوري منظور شوي دي.

د ښاري چارو مرستیال د خوست ولایت ښار جوړولو او ځمکو رئیس ته لارښوونه وکړه ترڅو د متون قوم د ځمکو د ستونزو په حل کې د ځمکوالۍ چارو تنظیم قانون په رڼا کې اړین اجراات ترسره کړي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۵۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل

۱۴۴۷/۱۱/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د کابل ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له مسؤلینو سره وکتل او د نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او پړاونو بشپړولو کمېټې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل

۳ / ۱۱ / ۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین، شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او پړاونو بشپړولو کمېټې ناسته وکړه، چې په کې پر بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۲۹
Background image

نوی کابل ښار د بدلون په درشل کې؛ د ۲.۶ پارسل پراختیايي پروژې پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي

۱۴۴۷/۱۱/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د (۲.۶) پارسل د دوهم بلاک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.

د دغې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت